په دغه کتنه کې د افغانستان طبي شورا سرپرست رئیس، ډاکټر ګل محمد "عثمان" د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري سره د طبي شورا اړوند طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسیدګۍ او پر نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د حسنه روابطو او همغږۍ په اړه هم خبرې وشوې، چې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، د روغتیايي خدماتو کیفیت او د خوندیتوب تأمینولو کې د افغانستان طبي شورا کړنې وستایلې او د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ یې څرګند کړ.